کابل کې دوه تنه د پیسو د غلا په تړاو ونیول شول
د کابل پولیسو د یوه چټک اوپرتیفي فعالیت په پایله کې دوه تنه د پیسو د غلا په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د خانجي خېل کلي د یوه اوسېدونکي ۴۰۶۰۰۰ افغانۍ غلا کړې وې.
نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی او نسبتي دوسیې یې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.