کابل کې درې وسله وال غله ونیول شول.

د کابل پولیسو درې تنه وسله وال غله د مجتبی، بشیر او همایون په نومونو د کابل ښار د درېیمې، څلورمې او پنځمې ناحیو له اړوند سیمو نیولي.
یادو وسله والو غلو یوه اونۍ دمخه د څلورمې ناحیې یو مېشتی وژلی او موټر یې ترې وړی و.
د څلورمې امنیتي حوزې منسوبینو یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو وسله وال غل د اومې ناحیې او دوه تنه نور یې د درېیمې ناحیې له اړوند سیمو له یوې غلا شوې واسطې سره نیولي.
غلا شوې واسطه د پولیسو له خوا څښتن ته یې سپارل شوې ده.