کابل کې درې تنه د غلا په تور نیول شوي.

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۴ - ۱۲:۶
z
 
کابل کې درې تنه د کورونو، هټیو او موټر پلېټونو د غلا په تور نیول شوي دي.
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه چې غوښتل یې یو کور غلا کړي، نیولي دي.
همداراز؛ د پغمان ولسوالۍ پولیسو یو تن چې د موټر پلېټ شمېره یې د پلېټ شمېرې له ۱۲ قالبونو سره غلا کړي وو، نیولی دی.
یاد کس هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې تېره شپه ناوخته د پغمان ولسوالۍ په قوریه کلي کې له یوه موټر چلوونکې څخه په زور پيسې واخلي.