کابل کې اته تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې پولیسو کابل کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وژنې، ژوبلې، د موبایل چپاول، د پیسو غلا او لارنیونې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د یوولسمې، دیارلسمې او پنځلسمې ناحیو په اړوند سیمو او بګرامي ولسوالۍ کې نیول شوي دي.