کابل ښار ته د ۲۴۳ عرادو بې اسنادو وسایطو د ننوتو مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت د عامه امن پولیسو د لومړي او دویم کندک ځواکونو د کابل په ارغندي دروازه کې د ۲۴۳ عرادو هغو وسایطو کابل ښار ته د ننوتو مخه ونیوله، چې قانوني اسناد یې نه لرل. همداراز، ۱۲۶ نور وسایط چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له قانوني اسنادو پرته یې تګ راتګ کاوه، د پولیسو له لوري درول شوي او د پولیسو ښارګوټي ته انتقال شوي دي.