کابل پولیسو ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول 

hakimi-moi
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۷:۹
1

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، درېیمې، څلورمې، پینځمې، شپږمې، اتمې، نهمې، لسمې، دولسمې، اولسمې، اتلسمې او یوویشتمې ناحیو په اړوند سیمو کې د انسان تښتونې، غلا، ژوبلې، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، لارنیونې، دوکې، مغلوبه نښتې او همدارنګه د عامه او نظم د اخلال په تړاو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه درې میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.