کابل پولیسو ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول 

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۹:۴۴
6

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د څلورمې، اومې، اتمې، دولسمې، پنځلسمې، شپاړلسمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو او همدارنګه د کلکان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، وسله والې نښتې، د پیسو غصب، اخلاقي جرمونو، شکونې او د عامه امن او نظم د اخلال په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه شپږ میله وسلې، یو عراده موټر او دوه قبضې برچې هم ترلاسه شوې دي.