کابل او ننګرهار کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي.
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل په لومړۍ، دویمه او درېیمه ناحیه او د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د پلور په تړاو پنځه بېلابېل عملیات ترسره کړي؛ چې په ترڅ کې یې پنځه تنه له یو شمېر (چرسو، تریاکو او هیرویینو) سره نیول شوي دي.