کابل او غزني کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۲:۲۶
5

د کابل پولیسو نن سهار په کابل ښار کې د یوه اوپراتیفي اقدام په پایله کې د یو کړۍ مقناطیسي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
یاد ماین د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یوې ښېګنیزې موسسې دروازې ته څېرمه د وحشت او ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای شوی و، چې تر چاودنې دمخه کشف او شنډ شو.
بلخوا؛ د غزني پولیسو د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم د یوه کشفي اقدام په ترڅ کې د ترهګرو د یوې هاوان سرګلولې له چاودنې مخنیوی کړی دی.