کابل او جوزجان کې؛ په نشو روږدي راټول او درملنه شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۱ - ۹:۱۷
vgbhnj

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۵۸ کسه په نشه روږدي، چې پخوا یې د کابل ښار له بېلابېلو څنډو راټول کړي و او د روږدو ملاتړي مرکز امید کې درملنه شوي و، خپلو کورنیو ته یې وسپارل شول.
همدارنګه، یادو پولیسو جوزجان ولایت له مرکز او ولسوالیو ۴۲ تنه په نشو روږدي راټول کړي او د درملنې لپاره یې د روږدو ولایتي روغتون ته وړي دي.