کابل او تخار کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران ونیول شول

د تخار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په تالقان ښار کې د نشه يي توکو یو قاچاقبر له پنځه کیلوګرامه هیرویینو سره یو ځای نیولی دی.
همدارنګه له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو هم د نشه يي توکو یو قاچاقبر له دوه کیلوګرامه تریاکو سره نیولی دی.
یاد کس غوښتل ضبط شوي تریاک د خیرخانې کوتل د شمالي دروازې له لارې قاچاق کړي.
بلخوا د نیمروز ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۸ لیتره امفتامین چې د موټر په ټانکۍ کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.