کابل او بغلان کې د موټرو غلو د یوې ډلې د نیول کېدو په ګډون؛ اته تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۱۶:۷
7

کابل پولیسو د یوه چټک اقدام په ترڅ کې د موټرو د غلو څلور کسیزه ډله نیولې ده.
یادې ډلې تېره ورځ د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند کندهار تمځای سیمه کې یو عراده سراچه ډوله موتر غلا کړی و، پولیسو تر اطلاع وروسته د دې قضیې د عاملینو د نیولو په پار ګړندي عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې يې د پنځمې حوزې په اړوند سیمو کې یاد کسان له غلا شوي موټر سره یو ځای تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
همداراز؛ بغلان پولیسو هم د دوه جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د چپاولګرۍ او یو کس د وژنې په تړاو نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.