کابل، پروان او ننګرهار کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی
![y](/sites/default/files/2020-09/120045909_1811998505604705_8138356536638850642_o_5.jpg)
د ملي پولیسو منسوبینو د کابل، پروان او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې د "ده مرادخان" سړک پر غاړه، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د لارې پر مسیر او همدارنګه د ننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالۍ پر سړک د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
د سړک غاړې ماینونو او په عامه ځایونو کې د چاودېدونکو توکو ځای پر ځای کول د ترهګرو طالبانو مداوم کار دی، چې له دې کړنې په استفادې ګڼه ملکي مرګ ژوبله رامنځته کوي او په وسیله یې غواړي ځان ځواکمن ښکاره کړي.