کابل، هرات او پروان کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کس د وژنې او دوه تنه نور د عامه امن او نظم د ګډوډولو په تور له یو میل وسلې سره نیولي دي.
همداراز د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو له یو میل تفنګچې سره نیولي دي.
له دې سره د پروان ولایت پولیسو د چاریکار ښار له اړوند سیمو دوه تنه د وسله والو غلاو په تړاو له یو میل تفنګچې سره نیولي دي.