کابل، هرات او تخار کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي
تېره ورځ ملي پولیسو په کابل، هرات او تخار ولایتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له دې منځه دوه تنه له کابل، شپږ تنه له هرات او درې تنه نور له تخار څخه نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر غلا شوي وسایط، وسلې او جرمي وسایل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.