کابل، هرات او بلخ کې یو کس د نشه کوونکو تابلېتونو د قاچاق او درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۴:۳۱
6

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، هرات او بلخ ولایتونو په اړوند سیمو کې د څلورو بېلو عملیاتو په ترڅ کې یو کس د "کا" نشه کوونکو تابلېتونو د قاچاق او همدارنګه درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د کابل ښار د دولسمې حوزې په اړوند سیمو کې یو کس له ۱۴۲۵ قرصه "کا" نشه کوونکو تابلېتونو سره یو ځای نیول شوی او همداراز د کابل، هرات او بلخ ولایتونو په اړوند سیمو کې هم درې تنه نور بیا د نشه يي توکو د پلور په تړاو له یو اندازه هیرویینو، ښيښه او چرسو سره نیول شوي دي.