کابل، ننګرهار او لغمان کې درې تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۲۰:۵۶
6

ملي پولیسو د کابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه د کورونو د لوټونې، شکونې، دوکې او وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د کابل ښار په اتمه ناحیه کې یو کس د کورونو د لوټونې، د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې یو کس د وسله والو غلاوو او همدارنګه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې هم یو کس د غلا او دوکې قضیو په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار په قضیه کې یو میل کلاشینکوف، دوه قبضې تومانچې او یو اندازه مهمات او همدارنګه د لغمان د قضیې په لړ کې هم یوه قبضه تومانچه کشف او ترلاسه شوي دي.