کابل، لوګر او ننګرهار کې شپږ تنه له ترورېستي ډلو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۰:۴۳
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل، لوګر او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې څلور هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې شپږ تنه له ترورېستي ډلو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل ښار په اومه ناحیه کې درې تنه له داعش ترهګرو سره، د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې دوه تنه له طالب ترهګرو او د ننګرهار ولایت په غني‌خېلو ولسوالۍ کې هم یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف وسله، یوه پینځه تیره وسله او همداراز یو عراده موټر ترلاسه شوي دي.