کابل، لوګر، هرات او ننګرهار کې درې داعش ترهګر او څلور طالب ترهګر ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۹:۴۶
7

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل، لوګر، هرات او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څلورو جلا ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې درې داعش ترهګر او څلور طالب ترهګر نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې یو کس، د لوګر ولایت په محمداغه کې یو کس، د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې دوه تنه او همدارنګه د ننګرهار ولایت په مهمند درې ولسوالۍ کې هم درې داعش ترهګر نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څو میله بېلابېل ډوله وسلې، دوه کړۍ ماینونه، یو عراده موټر او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.