کابل، فاریاب، بلخ او جوزجان کې څلور تنه د نشه يي توکو او الکولي څښاکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کابل، فاریاب، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور تنه د نشه يي توکو او الکولي څښاکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یو کس چې د هیرویینو ۱۷۰ کپسولونه يې په خپله ګېډه کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان هېواد ته یې قاچاق کړي، نیول شوی دی.
فاریاب، بلخ او جوزجان ولایتونو کې هم درې تنه د الکولي څښاکو او نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.