کابل، سرپل او فاریاب کې له څلورو چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۲:۱۹
8

د ملي پولیسو منسوبینو د کابل، سرپل او فاریاب ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د درېیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سینمای پامیر سیمه کې یو کړۍ ماین، د سرپل ولایت د مرکز په اړوند "کورک عربیه" کلي کې یو کړۍ ماین، د فاریاب ولایت د اندخوی – قرغان ولسوالیو د لارې پر مسیر یو کړۍ ماین او همدارنګه د فاریاب ولایت د مرکز د د دویمې حوزې په اړوند سیمو کې هم په یوه زرنج کې یو اندازه چاودېدونکي توکي د ملکي مرګ ژوبلې په پار ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو او چاودېدونکو توکو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د عامو خلکو د تلفاتو لامل کېدې، مخنیوی شوی دی.