کابل، تخار، ننګرهار او هلمند کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، تخار، ننګرهار او هلمند ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د کابل ښار د اولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو کس له پنځه کیلوګرامه هیرویینو، تخار ولایت کې یو کس له درې کیلوګرامه چرسو، د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې یو کس له اتلس کیلوګرامه هیرویینو او همدارنګه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې هم د نشه يي توکو دوه پلورونکي له یو اندازه هیرویینو او ښيښه سره یو ځای نیول شوي دي.