څلورو ولایتونو کې ۹ تنه د وژنې او غلا په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۲ - ۱۴:۱۵
1

د کابل، تخار، بدخشان او پروان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د قتل او وسله‌والو غلاو په تړاو نیولي دي.
له دې منځه کابل کې پينځه تنه د وسله‌والو غلاو، بدخشان کې دوه غله، پروان کې یو کس د وژنې او تخار کې هم یو کس د غلا قضیو په تړاو نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه څو میله وسلې د پولیسو لاسته ورغلې او همدارنګه غلا شوي وسایط هم ترلاسه او څښتنو ته یې سپارل شوي دي.