څلورو ولایتونو کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کابل، دایکندي، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي.
پولیسو د ننګرهار ولایت په چپرهار او خوګیاني ولسوالیو کې پنځه تنه د هیرویینو او چرسو د پلور او قاچاق، د دایکندي ولایت د کیتي ولسوالۍ په مرکزي سیمو کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي، د خوست ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو یو قاچاقبر او همدارنګه له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو کابل کې هم دوه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۸۰ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي "هیرویین، چرس، کرېستال او تریاک" او د څو عرادو وسایطو سربېره ګڼې وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.