پکتیکا کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۱۲:۳۶

تېره ورځ د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ په زړې کلا سیمه کې د ترهګرو طالبانو او ملي پولیسو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
د یادې نښتې په ترڅ کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او یو ترهګر طالب ټپي دی.
د نښتې په پایله کې دوه موټر سایکلونه، دوه کشفي مخابرې، یو میل کلاشینکوف او یو شمېر مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په یاده نښته کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.