پکتیکا کې شپږو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند د سپېرې په سیمه کې د ملي اردو پر پوستو ډله ییز برید وکړ.
ملي پولیسو او ملي اردو د ترهګرو طالبانو د ځپلو په موخه یو لړ ګډ عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې دوه ترهګر طالبان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
د عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو میل پیکا او دوه راکټ انداز ګولۍ هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.
د یادونې وړ ده چې په دې پېښه کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.