پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو یو مرکز له منځه تللی.
تېره شپه د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ په عبدل درې سیمه کې، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو مرکز له منځه تللی. د یادو عملیاتو په ترڅ کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او دوه عرادې موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادولو وړ ده چې د عملیاتو په لړ کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.