پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۲۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ترهګرو طالبانو تېره شپه ناوخته د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ پر مارزکو پوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابي بریدونو سره مخ شوي او له امله یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د دواړو لورو تر منځ د نښتې په ترڅ کې ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
پدې نښته کې د ترهګرو یو میل کلاشینکوف، دوه ځانمرګي واسکټونه او ۲۲ عرادې موټر سایکلونه هم په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
پاتې دې نه وي چې په یاده نښته کې له خاورې او خلکو د سپېڅلې دفاع په لار کې یو پولیس شهید شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.