پکتیکا ولایت ته نوی والي وروپېژندل شو
د پکتیکا ولایت د نوي والي مولوي مهرالله حماد د معرفۍ په مراسمو کې، چې د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د بېلابېلو ادارو مسئولینو او خلکو په ګډون ترسره شول، ښاغلي عمري پر مسئولینو د عفوې پر عملي کولو ټینګار وکړ او د یاد ولایت د مجاهدینو سرښندنې او قربانۍ یې وستایلې.
د پکتیکا مخکیني والي مولوي عبدالخالق عابد د خپلې کاري دورې په تړاو خبرې وکړې او نوي والي مولوي مهرالله حماد ژمنه وکړه، چې چارې به له خلکو سره په همغږۍ مخته وړي. د یادونې وړ ده، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، مولوي عبدالخالق عابد له پکتیکا څخه پکتیا او مولوي مهرالله حماد له پکتیا څخه پکتیکا ته د والیانو په توګه تبدیل شوي دي.