پکتیکا، خوست، لغمان او کندهار کې له نهه ماین چاودنو مخنیوی شوی
ملي پولیسو په پکتیکا، خوست، لغمان او کندهار ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو لهخوا د نهه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د پکتیکا په مرکز ښرنه، سروضې او جانيخېلو ولسوالیو کې څلور کړۍ ماینونه؛ د خوست په مرکز، ګربزو او موسیخېلو ولسوالیو کې درې کړۍ ماینونه؛ د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین او د کندهار ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو له لوري پر وخت کشف او له منځه یوړل شول.
ملي پولیسو تر دې دمخه هم د ترهګرو طالبانو ګڼ ترورېستي بریدونه شنډ کړي او له درنې ملکي مرګژوبلې يې مخنیوی کړی دی.