پکتیا کې ۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۴ - ۹:۲۱
ل

د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو ۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.
یاد نشه يي توکي د چرسو له ډوله دي، چې د مرکز ګردېز اړوند په صلات بېک سیمه کې ضبط شوي دي.
نشه يي توکي په یوه خالي کور کې ځای پر ځای شوي وو، چې په تړاو یې تر دې دمه څوک ندي نیول شوي؛ خو د نیولو لپاره یې د پولیسو پلټنې روانې دي.