پکتیا کې ۴۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۰ - ۹:۲۱
ی

تېره شپه د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو بند سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او ساتندویه قطعې او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د څو ډلمشرانو او پاکستاني ترهګرو په ګډون ۳۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې ترهګرو طالبانو غوښتل د مچلغو بند د پروژې پر کاریګرو او ساتندویه قطعې برید وکړي، چې د افغان ځواکونو له سخت ځوابیه غبرګون او درنې مالي او ځاني مرګ ژوبلې سره مخ شول.
د نښتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو میل هشتادو دو، یو میل راکټ، یو میل پیکا، کلاشینکوفونه او یو شمېر نور سپک او درانه مهمات او تجهیزات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.