پکتیا کې له یوې چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۱۴:۳۸
ث

نن له غرمې مخکې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو د یو کړۍ ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د دې ناحیې د مېشتو د لارې پر مسیر ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې د ځانګړو ځواکونو لخوا کشف او شنډ شوی دی.