پکتیا کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۱۴:۲۰
7

نن سهار د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز ګردېز ښار په اریانا پمپ سیمه کې د یوې موټرسایکل بم چاودنې مخه نیولې ده.
ترهګرو یاد موټرسایکل بم د دې سیمې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړی و، چې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او شنډ شو.
بلخوا پولیسو د خوست – ګردېز پر عمومي سړک د ترهګرو د دوه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې هم مخنیوی کړی دی.