پکتیا کې د نطامي شورا فوق العاده ناسته ترسره شوه

jamil-moi
جمعه ۱۴۰۰/۴/۴ - ۱۳:۸
6

د کورنيو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار ميرزکوال پکتيا ولايت ته د سفر په لړ کې د دې ولايت د عمومي امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه د ملکي او نظامي ارګانونو له مسوولینو سره فوق العاده امنيتي ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي، د پکتیا والي محمد حليم فدايي، د ۲۰۳ تندر قل اردو قوماندان تورن جنرال جلال الدين يفتلي، امنيې قوماندان سمونوال ايمل نيازي، د ملي امنيت رییس ډګروال فاروق جان انوري، د ولايتي شورا رییس عبدالملک مجاهد ځاځي او همدارنګه د امنيتي او دفاعي ارګانونو یو شمېر نورو مسوولینو شتون درلود.
د دې ناستې پر مهال ښاغلي والي او امنيتي مسوولینو په دې ورستيو کې په پکتیا ولايت کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د پرمختګ او لاسته راوړنو ترڅنګ، خپلې ستونزې او غوښتنې هم شريکې کړې او د حل په برخه کې یې د کورنيو چارو وزارت د مشرتابه د پاملرنې غوښتونکي شول.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار ميرزکوال هم په وروستيو کې د ترهګرو پر وړاندې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له پرمختګ څخه ستاینه وکړه او ولايتي ادارې ته یې ډاډ ورکړ چې غوښتنو او ستونزو ته به یې رسېدنه کېږي او ترهګرو ته به د دې اجازه ور نه کړي، څو خپلو شومو موخو ته ورسیږي.
هېره دې نه وي چې پدې ناسته کې د نظامي عملیاتو په اړه یو لړ مهم اقدامات هم ترسره شول.