پکتیا کې د دوه ماین خښوونکو د نیول کېدو سربېره؛ هرات کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۲:۳۲
7

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د ترهګرو طالبانو د ماین شنډونې د لړۍ په دوام دا ځل د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې څلور ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
یاد ماینونه د زاول او شینډنډ ولسوالیو او د هرات ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې ځای پر ځای شوي وو.
بلخوا؛ پولیسو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې دوه ماین خښوونکي طالب ترهګر چې غوښتل یې د سړک غاړې ماین ځای پر ځای کړي، نیولي دي.