پکتیا کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۴:۴۰

تېره شپه د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په چینو کلي کې د ترهګرو طالبانو د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۲ غړي شهیدان شوي او ۲ ماشومان ټپیان دي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوه، چې د ملکي وګړو یوه سراچه ډوله واسطه د چینو کلي پر سړک روانه وه.
ترهګر طالبان په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې اصلي لاملین دي او په وار وار یې د ماین، چاودېدونکو توکو، بریدونو او ځانمرګو په وسیله د افغانانو وینې په ډېرې بې رحمۍ سره تویې کړې دي.