پکتیا کې دوه ترهګر چې په هدفي وژنو کې یې لاس درلود، ووژل شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۱:۱۵
7

په پکتیا ولایت کې د هدفي وژنو درې کسیزه ډله چې په یاد ولایت کې یې د ترور په ګڼو قضیو کې لاس درلود، له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او یو بل یې نیول شوی دی.
یادې ډلې تېره ورځ د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار په اړوند سیمو کې د پولیسو یو منسوب شهید کړ او بیا یې غوښتل چې د پېښې له سیمې وتښتي، چې د پولیسو د چټک اقدام په پایله کې دوه تنه یې ووژل شول او یو تن یې ژوندی ونیول شو.
یادې ډلې له څه مودې راهیسې په پکتیا کې د قومي مخورو په ځانګړې توګه د علماو او امنیتي ځواکونو په ترور کې فعاله ونډه درلوده.
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه دوه قبضې تفنګچې د کلاشینکوف له "خپ کن" او یو عراده موټر سره ترلاسه شوي دي.