پکتیا او لوګر کې له دوه خونړیو پېښو مخنیوی شوی

ملي پولیسو په پکتیا او لوګر ولایتونو کې د ترهګرو د دوه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په سیدخېلو کلي کې یو کړۍ ماین او د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په خاکي دښتې سیمه کې هم یو کړۍ ماین د ترورېستي بریدونو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې تر چاودنې مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه یوړل شول.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.