پولیسو ۲۸ تنه د غلا، وژنو، تېرایستنو، قمار او اخلاقي بې لاریو په تړاو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلخ، هرات، کندهار، غور، کندز، ننګرهار، غزني او سمنګان کې نیولي دي.

له منځه یې، اته کسه د قمار او اخلاقي بې لاریو په تړاو په بلخ، درې غله او دوه تنه د تېرایستنو په تړاو په هرات، درې تنه د قتل په تړاو په غور، د غلو پينځه کسېزه ډله په کندهار، دوه تنه د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په ننګرهار، درې غله په کندز او دوه تنه د غلا په تړاو په غزني او سمنګان کې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې، لسګونه میله درنې او سپکې وسلې، چې پکې ۳۴ میله د ایم ۱۶، ۱۴ میله کلاشینکوف، ۷ میل پیکا، درې میل راکټونه، شپږ میله تفنګچې، یو میل پاپشه او نور پوځي تجهیزات شامل دي په ننګرهار، همدارنګه ۵ میله وسله د پکتیا ولایت د ترورېزم ضد پولیسو ترلاسه او ضبط کړې ده.