پولیسو ۱۳ تنه له یو شمېر وسلو، مهماتو او نظامي تجهیزاتو سره نیولي.

د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې پولیسو؛ په کابل، هلمند، تخار او بغلان ولایتونو کې د تېرو څو اوونیو د عملیاتو په ترڅ کې له نامسووله وسله والو یو ډېر شمېر سپکې او درنې وسلې او نظامي تجهیزات ټول کړي دي.
له درنو جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۱۳ نامسووله وسله وال نیولي او له دوی یې ۹۰۰ زره د پیکا او کلاشینکوف ګولۍ، ۲۴ میله کلاشینکوفونه، دوه میله پیکا، ۱۴۰ تختې زرهي ډبرې، ۵۸ دوربینونه، ۴۰ پایې مخابرې، ۳۳ جوړې نظامي بوټونه، ۷۳۰ ثوب زرهي او غیر زرهي پرتلې، ۲۲۰ زرهي خولۍ او ۵۵ شاجورونه ضبط کړي دي.