پولیسو ۱۳ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۸ - ۱۰:۳۱
r

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د ګڼو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي.

یاد کسان په کابل، هرات، لوګر، نیمروز، خوست، فراه او فاریاب ولایتونو کې د پولیسو تر پېژندنې وروسته نیول شوي.
د ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۵ کیلو ګرامه د نشه يي توکو بېلابېل ډولونه ضبط شوي؛ له دې ډلې ۱۱۰ کیلو ګرامه یې د چرسو له ډوله دي چې په لوګر ولایت کې کشف او ضبط شوي دي.