پولیسو ۱۰ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي

تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په هرات، ننګرهار، کاپیسا او کندز ولایتونو کې د څلورو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې درې تنه د ننګرهار ولایت له اچین او سپین غر ولسوالیو، دوه تنه د هرات ښار له دویمې ناحیې، یو تن له یو میل کلاشینکوف سره د کاپیسا ولایت له مرکز او یو بل تن یې د کندز ولایت د مرکز له اړوند سیمو نیول شوي دي.
همداراز درې تنو چې غوښتل د هرات ولایت له نړیوال هوايي ډګره درې کیلو ګرامه هیرویین بهر ته قاچاق کړي، د یاد هوايي ډګر د سرحدي پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه څه باندې ۶۰ کیلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي او درې عرادې لېږدوونکې واسطې د پولیسو لاسته ورغلي دي.