پولیسو څلور تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیولي

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۱ - ۹:۳۸
g

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په هرات، بلخ او کندهار ولایتونو کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د ترهګریزو فعالیتونو او له ترهګرو طالبانو سره د اړیکو لرلو په تړاو نیولي دي.
له دې منځه دوه تنه د هرات ولایت له ادرسکن ولسوالۍ، یو تن له دوه میله وسلو سره له بلخ ولایت څخه او یو بل یې د کندهار ښار درېیمې حوزې له اړوند سیمو څخه نیول شوي دي.
همداراز دې ځواکونو د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو دوه میله وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.