پولیسو په ۱۱ ولایتونو کې د غلا، وژنې، قمار، وسلو ناقانونه ساتلو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۳۰ تنه نیولي دي.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۱:۴۹
سبسبس

له ډلې یې، څلور تنه په ننګرهار، څلور تنه په بلخ، دوه تنه په سرپل او یو تن په کندهار کې د بېلابېلو غلاوو په تړاو نیول شوي او همداراز درې تنه په بغلان، درې تنه په کندز او دوه تنه د لوګر ولایت په مربوطاتو کې  د وژنو په تړاو نیول شوي دي.
ورته مهال، سمنګان کې اووه تنه د قمار په تړاو، یو مجرم په نورستان، یو تن په تخار کې  په ډزو د یو تن د ټپي کولو په تړاو او یو تن په غزني کې د وسلو د ناقانونه ساتلو په تړاو نیول شوی دی.