پولیسو په کابل او خوست کې له ۱۱ ماین چاودنو مخنیوی کړی
![7](/sites/default/files/2020-11/123116072_1848878868583335_2937365216847281571_o_0.jpg)
د ملي پولیسو منسوبینو د کابل او خوست ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د سړک غاړې د ۱۱ ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ په ده یحیی سیمه کې یو کړۍ ماین او د خوست ولایت په اړوند سیمو کې هم ۱۰ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو.
ترهګرو طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام سره غوښتل، د دې ماینونو په چاودنې سره ملکي مرګ ژوبله رامنځته کړي، چې د ملي پولیسو د هڅو په پایله کې کشف او شنډ شوي دي.