پولیسو په پنځو ولایتونو کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف کړي او ۲۶ تنه نیولي دي.
د پروان ولایت د امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو د تېرو درې میاشتو په لړ کې ۲۱ میله بېلابېلې وسلې او یو اندازه مهمات کشف کړي او په تړاو یې ۱۸ تنه نیولي دي.
همداراز، پولیسو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه د غلا په تړاو په بلخ ولایت، ۲ تنه غله په هرات ولایت، یو تن غل په دایکندي ولایت او یو تن د قتل په تړاو په کندهار ولایت کې نیولي دي.
همداراز، د پولیسو منسوبینو د کندوز ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې ۱۱ د هاوان مرمۍ هم کشف او ضبط کړي دي.