پولیسو پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول

د پروان، کندوز، جوزجان او زابل ولایتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څلورو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ په زابل ولایت کې دوه تنه د ۱.۸۰۰ کیلوګرامه هیرویینو د قاچاق، په پروان ولایت کې یو کس له ۷ کیلوګرامه تریاکو، په جوزجان ولایت کې یو کس له ۵۰۰ ګرامه چرسو او همدارنګه په کندوز ولایت کې هم یو کس له یو اندازه ښيښه او هیرویینو سره نیول شوي دي.