پولیسو لوګر او نیمروز کې اوه تنه د غلا په تړاو نیولي دي.
د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو درې تنه د ۳۷ پسونو د غلا په تور لاس په لاس نیولي.
یادو کسانو پسونه له پکتیا ولایته غلا کړي وو او غوښتل یې چې کابل ته یې ولېږدوي، چې د لوګر ولایت د ملي پولیسو لخوا ونیول شول.
د دې ترڅنګ؛ د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت پولیسو د زرنج ښار په اړوند سیمو کې څلور تنه د شپږ لکه افغانیو د غلا په تړاو نیولي دي.
نیول شویو کسانو خپل جرمونو منلي دي.