پولیسو له څلور ترهګریزو پېښو مخنیوی کړی.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۷ - ۹:۲۰
a

ملي پولیسو په نیمروز، غزني او فاریاب ولایتونو کې له څلور ترهګریزو پېښو مخنیوی کړی.

تېره ورځ د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ په حاجي محی الدین سیمه کې ترهګرو یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.
همداراز ترهګرو د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي اردو او ملي پولیسو له خوا کشف او شنډ شول.
د دې ترڅنګ د فاریاب ولایت د آبګردان دهندره بند سړک په مسیر ترهګرو یو بشکه يي ماین ځای پر ځای کړی و، چې موخې  له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.